Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د بې‌درکه کړای شویو کسانو په اړه له جنوبي اسیا د بخښنې ادارې غوښتنه

0
د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنستي انټرنشنل د جنوبي اسیا د هېوادونو له حکومتونو وغوښتل چې د زرګونه بې‌درکه کړای شویو کسانو کورنیو ته حقیقت او عدالت وړاندې کړي او د هغوی عزیزان بېرته ورستانه کړي.


د بخښنې نړیوالې ادارې دا غوښتنه په‎داسې حال کې وکړه چې په نړۍ کې د بې‌درکه کړای شویو ورځ لمانځل کېږي.


دا اداره وايي چې په زوره د خلکو بې‌درکه کولو د جنوبي اسیا خلک بېرولي او د دې سیمې په ځینو هېوادونو کې دا بې‌رحمانه جنایت په قوت روان دی او یو شمېر نور د زرګونه بې‌درکه شویو په اړه د حقیقت، عدالت او د هغوی د عزیزانو د ستنولو په اړه د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.


د بخښنې نړیوالې ادارې په زوره د خلکو بې‌درکه کول د بشري حقونو تر ټولو ناوړه سرغړونه بللې ده.


دا اداره وايي چې په افغانستان کې د څه باندې ۴ لسیزو جګړو له کبله په لسګونه زره افغانان بې‌درکه شوي دي.


دې ادارې په پاکستان کې د وروستیو دوو لسیزو په لړ کې د زرګونه کسانو د جبري بې‌درکۍ یادونه هم کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса