Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

مایک پامپیو له خپل پاکستاني سیال سره وکتل

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن چهارشنبه په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره دوستانه لیدني درلودې.


دا د پاکستان د نوي حکومت د جوړېدو راهیسي د یوه لوړ پوړي امریکایي ډیپلومات لومړنی رسمي سفر دی.


ښاغلي پامپیو د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان سره د لیدو پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د خپلې لیدنې ستاینه وکړه او هغه یې عالي وبلله.


عمران خان په دې لیدنې کې ویلي چې له واشنګټن سره د اسلام آباد د اړیکو ښه کېدو ته هیله مند دی:


"زه له خوشبینۍ سره نړۍ ته راغلی یم، ورزشکار تل خوشبین وي ځکه کله چې میدان ته ځي غواړي ګټونکي وي."


د دواړو هېوادونو اړیکې وروسته له هغه لا ترینګلي شوې چې امریکا پر پاکستان د درې سوه میلیونه ډالرو مرستي د لغو کېدو اعلان وکړ.


پنتاګون وایي، پاکستان په خپله خاوره کې د تندلارو ډلو پر وړاندي کافي اقدامات نه دي کړي.


ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته هم سفر وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса