Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

بریتانیا دوه روسي اتباع د سکریپال او د یولیا په مسمومولو تورن کړي

0
د بریتانیا څارنوالانو د دوو روسي وګړو پر وړاندې تورونه اعلان کړل چې د دوی په باور، د یوه پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د لور د مسمومولو په قضیه کې ښکېل دي.


دغو څارنوالانو د تورنو کسانو انځورونه هم خپاره کړل.


د بریتانیا د سلطنتي څارنوالۍ د حقوقي خدماتو مشرې سو هیمینګ د چهارشنبې په ورځ په لندن کې یوې خبري غونډې ته وویل:


"د بریتانیا سلطنتي څارنوالۍ د ترورېزم ضد څانګې شواهد ارزولي او نتیجه یې اخيستې چې د دې جرم د ثابتولو لپاره کافي اسناد شته او دا په ښکاره ډول د خلکو په ګټه ده چې الکساندر پټروف او رسلان بوشیروف چې روسي اتباع دي، په داسې کړنو تورن شي چې په هغه کې د سرګي سکریپال د وژلو پلان، د سرګي او یولیا سکریپال او هم د یوه برتانوي پولیس افسر نیک بیلي د قتل هڅه او د کیمیاوي وسلو د قانون پر خلاف د نوویچاک په نوم کیمیاوي موادو درلودل او کارول شامل دي."


 په اروپا کې ددغو دوو روسانو د نیول کېدو حکم صادر شوی دی.


سرګي او یولیا سکریپال د روان کال د مارچ په څلورمه د بریتانیا په سیلسبوري ښار کې مسموم شول.


 د بریتانیا پولیس وایي، دواړو تورنو کسانو تر دې پېښې دوه ورځې دمخه په روسي پاسپورټ له مسکو څخه لندن ته سفر کړی و.


د بریتانيا صدراعظمې تریزا مې هم وایي، د دوی استخباراتي معلومات ښیې چې د سرګي او یولیا سکریپال په مسمومولو مشکوک کسان د روسیې د پوځ د استخباراتو د ادارې افسران دي.


مسکو په دې قضیه کې د روسیې لاس لرل رد کړي دي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса