هيکرانو د برتانيې د هوايي شرکت پر معلوماتي سيستم حمله کړې
دغه هوایي شرکت نن د حملې په اړه اعلان وکړ.
حملې دوه اوونۍ دوام کړی او د پاسپورټونو او سفرونو معلومات له خطر سره نه دي مخ شوي.
د نامعلومو هکرانو دا حمله د اګست مياشتې په ۲۱ مه پيل شوي او د سپټمبر تر پنځمې يې دوام کړی.
بريټيش اېروېز خپلو مشتريانو ته ويلي چې له خپلو بانکونو سره په تماس کې شي.
د جرايمو پر وړاندې د برتانیې ملي ادارې ويلي چې دوی له دې پېښې خبر دي او په اړه يې اقدامات کوي.
