Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

مجروح: په کابل کې د مسعود تلین لمانځونکو ډزو کې ۱۳تنه ټپیان شوي

0
د عامې روغتیا وزارت وايي، ۱۳ کسان چې ګومان کېږي د پخوانۍ نظار شورا ډلې د مشر احمدشاه مسعود د پلویانو د لاریونونو په ترڅ کې به ټپیان شوي وي د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي.


د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح نن آزادي راډیو ته وویل چې دا کسان په مرمیو لګېدلي دي:


"د ورځې په اوږدو کې ۱۳ کسان د مرمیو د ټپونو له کبله د کابل ښار په بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي خو په دې پېښو کې د چا د مړینې موارد نه لرو."


د مسعود یوشمېر پلویان نن د سنبلې په اتلسمه چې د مسعود د تلین له ورځې سره برابره ده او د شهید د اوونۍ په نوم لمانځل کېږي یوځل بیا په داسې حال کې د کابل واټونو ته راووتل چې د مجاهدینو د حکومت بیرغ ورسره وو او هوايي ډزې یې کولې.


په دې مناسبت نن د جمعیت د پلویانو او چارواکو په ګډون په کابل کې یوه لویه غونډه هم جوړه شوې وه.

Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса