Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

لوړپوړو هندي او ایراني چارواکو له افغان چارواکو سره وکتل

0
د هندوستان او ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزيران په کابل کې دي او د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره‌يې وکتل.


د جمهوري رياست د وياند مرستيال شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني او د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ويجې ګوکلي د غونډې په اړه خبرې ورکړې.


بل لور ته د اجرائيه رئیس او ايران د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال ترمنځ د غونډې په اړه خبر ورکړل شوی.


د اجرائيه ریاست په اعلاميه کې راغلي چې د عبدالله عبدالله او سید عباس عراقچي ترمنځ د ترورېزم پر وړاندې د زياتې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.


د ايران او هندوستان د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو د سفر هدف د کابل، تهران او ډېلي په درې اړخيزه غونډه کې ګډون ياد شوی چې نن په کابل کې روانه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса