Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

روسیې له جاپان سره د سولې تړون د لاسلیک وړاندیز کړی

0
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له جاپان سره د دوهمي نړیوالې جګړې د سولې تړون د لاسلیک کولو وړاندیز کړی دی.


نوموړي ویلي دا تړون باید د روان کال تر پایه له کوم مخکیني شرط پرته لاسلیک شي.


د ولسمشر پوتین دا حیرانوونکی وړاندیز داسې مهال شوی چې نوموړی نن د سپتمبر ۱۲ د روسیې په ولادی واستوک ښار کې په یوه اقتصادي غونډه کې د جاپان د صدراعظم شینزو ابې تر څنګ کښېناست.


وروسته له هغه چې ابې د سولې د تړون او د دواړو هېوادونو تر منځ د ټاپوګانو د ملکیت پر سر د لسیزو لانجو د هواري په اړه فشار راوړ، ولسمشر پوتین وویل:


"یو نظر سمدستي زما ذهن ته راغی، راځئ چې د روان کال تر ختمېدو دمخه د سولې تړون بشپړ کړو، پرته له کوم مخکیني شرطه."


هغه زیاته کړې چې نور اختلافات به وروسته هوار شي.


تر اوسه د جاپان صدراعظم د دې خبرې ځواب نه دی ویلی.


د مخکیني شرط پرته تړون به ښایې روسیې ته اجازه ورکړي چې پر لانجمنو ټاپوګانو کنټرول ولري.


د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې دغه ټاپوګان اشغال کړل او همدا ځمکنۍ لانجې د دې لامل شوې چې مسکو او توکیو په خپلو کې د هغې جګړې د شخړو ختمېدل رسماً لاسلیک نه کړي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса