Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

امریکا د اوکراین په ختیځ کې د روسي بېلتونپالو انتخابات وغندل

0
د امریکا متحده ایالات هم له اروپایي اتحادیې سره چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتونپالو له خوا د پلان شويو انتخاباتو غندنه کړې، یوځای شو.


دوی دغه انتخابات یوه جعلي پروسه یاده کړې او ویلي یې دي چې هغه په سیمه کې د سولې هڅې زیانمنوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدرناورټ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه بیان کې وویل چې هغه انتخابات چې د دونیڅک او لوهانسک جمهوریتونو په نوم سیمو کې په پام کې نیول شوي غندي.


هغې زیاته کړه دې ته په پام سره چې پردې سیمو د روسیې فدیریشن کنټرول لري له تصوره لېرې ده چې درست انتخابات دې ترسره شي او هغه د مینسک د موافقو پراساس د روسیې له ژمنو سره بشپړپه تضاد کې دي.


د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست مشرې پنځه ورځې مخکې هم پر دغه پلان انتقاد وکړ او له مسکو څخه یې وغوښتل چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د نومبر د یوولسمې نېټې پلان شوي انتخابات لغوه کړي.


بېلتونپالو ویلي چې دغه انتخابات د دې لپاره ترسره کوي چې د سیمې لپاره نوی پارلمان او نوی مشر وټاکي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса