Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

پکتیا کې بې وزله مېرمنو ته د کرنیزو محصولاتو زده کړه پیلېږي

0
د پکتیا د کرنې ریاست وايي، سلو هغو بې وزله او کونډو مېرمنو ته چې د کرنې په برخه کې فعالې دي د کرنیزو محصولاتو د کر د څرنګوالي، پروسس او خرڅلاو د زده کړو پروګرام پیلوي.


د پکتیا د کرنې رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل، د زده کړو په دغې دوره کې مېرمنو ته د دې زده کړه ورکول کېږي چې د خپل وړې کرنیزې ځمکې نه څنګه داسې استفاده کولای شي چې حاصلات يې بازار ته هم وړاندې شي.


ښاغلی تسل وايي، د دغه پروګرام له لارې يي تردې دمه ۲۶۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې نیولي دي.


د پکتیا د کرنې ریاست په وینا دا ډول پروګرامونه د بې وزله مېرمنو او کورنیو په اقتصاد مثبت اغېز درلودلی شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса