Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

اسیا او اروپا ته د پوستکو صادرات ډېر شوي دي

0
د قره قل د پوستکي ریاست مرکزي اسیا او اروپا ته د پوستکو د صادراتو د ډېرېدو خبر ورکوي.


د دغه ریاست اداري مدیر محمد عارف نن ازادي راډيو ته وویل چې دا وخت د افغانستان د قره قل پوستکو لومړنۍ صادراتي بسته د سترو صادراتي شرکتونو له خوا فنلنډ ته هم رسېدلي ده.


دی وايي، په ټوله کې تر اوسه له نوي زرو څخه ډېر د قره قل پوستکي مرکزي اسیا او اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي.


ښاغلی عارف وايي، بهرنیو هېوادونو ته د قره قل پوستکو صادرول د هېواد، مالدارانو او د هغو کسانو په اقتصاد مثبت اغېز لري چې د قره قل د پروسس په برخه کې کار کوي.


د افغانستان د قره قل پوستکي ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۶ کال کې د قره قل پوستکی د صادراتو میزان ۱۹۰ سلنه زیاتوالی پیدا کړی او دا صادرات اوس هم په ښه ډول روان دي.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса