Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په قلات ښار کې د نجونو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

0
د زابل مرکز قلات چهل دختران سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.


دغه ښوونځی چې ۱۶ټولګي به ولري د جوړولو چارې نن رسماً د زابل د والي رحمت الله یارمل لخوا پرانیستل شوې.


ښاغلي یارمل د دغه ښووځي د کار د پیل په ځای کې وویل، دغه ښوونځی چې په درې میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي د ملي بودجې لخوا ورته شپاړس نیم میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي دي.


نوموړي زیاته کړه چې د دغه ښوونځي په فعالېدو سره به په سیمه کې زرګونو نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره شي.


د سیمې خلکو هم د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي ښودلې او دا یې د خپلو اولادونو  لپاره یو روښانه راتلونکی بللی.


زابل یو له هغه ولایتونو څخه د چې لاهم یې په ګڼو ولسوالیو کې د نامنیو له امله ګڼ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса