Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

سرچینه: په غزني کې ۱۲تنه د ملي اردو سرتېرې وژل شوي

0
د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې له وسله واله طالبانو سره په جګړه کې ۱۲ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.


یو دولتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو دغه سرتېري په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو ګنډک ته په شپږ کېلومټري کې د عمر په نامه پر پوسته په برید کې وژل شوي دي.


که د غزني نظامي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي، خو د غزني والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته د سرتېرو د تلفاتو شمېره یاده نه کړه خو ویې ویل چې د مقر په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


بلې خوا ته د غزني امنیه قومنداني هم وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې ور اوښتو خبره کوي او وايي افغان هوايي ځواکونو د مقر ولسوالۍ په خماري او ویرانه کلیو کې بمبار کړی دی چې ۷ تنه وسله وال یې وژلي او څلور نور یې ټپیان دي.


 


-- 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса