Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د اداري فساد په تور په لسګونو دولتي کارکوونکي نيول شوي دي

0
د افغانستان لويه څارنوالي وايي د اداري فساد په تور په لسګونو دولتي کارکوونکي نيول شوي دي.


د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي، ازادۍ راډيو ته وويل، د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو په ګډون دغه کسان د يوه کال په جريان کې د کنټرول او څارنې د څارنوالۍ د رياست له خوا نيول شوي دي:


”دغه رياست په تېر يوه کال کې توانېدلى د اداري فساد ٣٢ موارده تشخيص کړي او د دغو قضيو په تړاو ٥٠ کسان چې مظنونين وو، پېژندل شوي او نيول شوي دي“


د ښاغلي رسولي په خبره، ډېرې قضيې د رشوت اخيستنې وې.


د لويې څارنوالۍ وياند وايي، د کنټرول او څارنې د څارنوالۍ رياست څو کاله مخکې د دې لپاره ايجاد شو، چې په اداري فساد کې ښکېل دولتي کارکوونکي وپېژني او ويې نيسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса