Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

فلورانس شدید توپان د امریکا د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی

0
د فلورانس په نوم شدید توپان د امریکا د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی او د سمندر اوبه یې د ساحلي ښارونو کوڅو ته ورپورته کړي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۸۰ زره کسان بې بريښنا شوي دي.


ویل کېږي چې د سمندر د اوبو سطحه د درې نیمو مترو په حدودو کې پورته شوې چې د ښارونو پر سړکونو یې سېلابونه روان کړي دي.


اټکل شوی چې د شدیدو بارانونو له کبله به په راتلونکو ورځو کې د اوبو سطحه یو متر نوره هم لوړه شي.


ددې توپان په اوج کې د باد سرعت په ساعت کې تر ۲۵۵کېلومتر رسیده، خو اوس ویل کېږي چې کم شوی او په ساعت کې ۱۵۵کېلومتره اټکل شوی دی.


د کارولینا سواحلو زیات ښارونه تخلیه شوي او د جورجیا تر جنوبي سیمو پورې ډیر ښوونځي او سوداګریز مرکزونه تړلي دي.


تر اوسه پورې دې سیمې ته ۱۵۰۰ الوتنې هم لغوه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса