Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په امریکا کې چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور یې ټپيان کړي

0
د امريکا شمال ختيځ ښار باستُن ته نږدې يو لړ چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور ټپيان کړي دي.


چارواکي وايي پرون د ګازو په نل کې چاودنې نږدې په ٤٠ کورونو کې د اورلګېدو سبب شوې، د سيمې اوسېدونکي يې مجبوره کړل چې له خپلو کورونو ووځي.


د اوروژنې مامورين وروسته سيمې ته ورسېدل د اور د وژلو او د ګازو د جريان د بندېدو هڅه يې وکړه.


چارواکي په دغو چاودنو کې د يوه زلمي د مړه کېدو خبر هم ورکړى دى.


د مساچوسيت ايالت والي چارلي بېکر وويل، ايالتي او محلي چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي، خو ده وويل، د پېښې د علت معلومول به څو ورځې او اوونۍ وخت ونيسي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса