Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن شنبه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.


قریشي نن سهار د یوه هیئت په مشرۍ کابل ته را رسېدلی دی.


دا د عمران خان په مشرۍ په پاکستان کې د نوي حکومت د رامنځته کېدو راهيسې د قریشي لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.


د ولسمشر اشرف غني د ویندوی مرستیال شاه حسین مرتضوي د دې لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل د پلان په عملي کېدو ټینګار وکړ.


مرتضوي وویل:


"په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل د پلان پر عملي کېدو ټینګار وکړ."


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل په نوم پلان، د کابل او اسلام اباد ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د افغانستان د سولې په هڅو کې په مشخصو همکاریو راڅرخي چې د چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ په بېلابېلو پخوانیو غونډو کې نهايي شوی دی.


 


ښاغلي مرتضوي وویل چې تر ډیر خبرې اترې په همدې پلان راڅرخیدې.


 


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له اجرایه ریس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره ګوري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса