Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د خوست ځیني اوسېدونکي: د بایومیټریک له لارې رڼې ټاکنې غواړو!

0
د خوست یو شمېر اوسېدونکي مشران او ځوانان وايي چې د ټولټاکنو لپاره د تیارۍ په روان بهیر کې د تذکرو وېش او پر هغو د سټیکرونو د لګولو پروسه او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په چوکاټ کې د افرادو او مامورینو د ګمارنې په بهیر کې پراخې درغلۍ موجودې دي او دوی ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو دا ډول ټولټاکنې د منلو وړ نه دي.


ځایي اوسېدونکو غوښتل چې د بایومیټریک له لارې دې رڼې او شفافې ټاکنې ترسره  او په دغه پروسه کې دې د درغلۍ او لاسوهنو مخه ونیول شي.


دوی زیاتوي، که چېرې په نېږدې څو ورځو کې افغان حکومت او د ټاکنو کمېسیون يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، نو دوی به هم د یو شمېر نورو ولایتونو په شان، د ټاکنو د ولایتي کمېسیون دروازې وتړي او په مدني حرکتونو چې د ولسونو قانوني حق دی، لاس پورې کړي.


ومو غوښتل چې په دې باب په خوست کې د ټاکنو د ولایتي کمېسیون د مسؤلینو نظر هم ولرو، خو هغوی ویل چې دوی په دې باب د نظر څرګندولو اجازه نه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса