Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په بلخ کې ډزو د محقق د وینا پرمهال ګډوډي رامنځته کړه

0
په بلخ ولايت کې د اجرائيه رياست د دوهم مرستيال د وينا پر مهال د ګڼو ډزو له کبله ګډوډي رامنځته شوه.


د افغان حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق نن غرمه د مزار شريف د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د رسول الله په جومات کې وينا کوله چې د جومات په شا او خوا کې هوايي ډزې پيل شوې.


ځايي امنيتي مسئولانو ازادي راډیو ته په خبرو کې ويلي چې دوی او د ښاغلي محقق خپلو امنیتي مسئولانو د يوه مشکوک کس د احتمالي حملې د تهدید له کبله ډزې کړي.


د دوی په وينا دغه کس د امنیتي خبرداريو پروا نه وه کړې خو وروسته تر تحقيقاتو بېرته خوشی شو.


د بلخ د پوليسو وياند شير جان دراني د دې پېښې په اړه بې خبري څرګنده کړه.


ښاغلي محقق د عاشورا او امام حسین د پاڅون په مناسبت خبرې کولې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса