Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

بشري حقونه: قزاقستان د سخت دریځۍ په بهانه خلک بندي کوي

0
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، د قزاقستان حکومت د سخت دريځۍ له تعبيره په خطرناکه توګه په استفاده سلګونه کسان په بند محکوموي.


نن د سې شنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۸مه نېټه دغه راپور خپور شو.


د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ويلي چې ځيني مشکوک کسان د چارواکو له‌خوا د ممنوع اعلان شويو وېډيوګانو، خپرو شویو پاڼو، او کتابونو په لرلو له درېیو تر ۱۰ کلونو بند محکوم شوي دي که څه هم دوی دا مواد نورو کسانو ته نه‌دي انتقال کړي او نه‌یې په تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی.


راپور وايي چې يوازې په يو شمېر موادو خلک سخت دريځي اعلانول دا کار اسانه کوي چې حکومت خپل مخالفان هدف وګرځوي لکه ځیني فعالان، خبریالان، مدافع وکيلان يا هم عادي وګړي.


راپور وايي، په ځينو مواردو کې امنیتي کسانو د خلکو په کورونو کې د تلاشۍ پر مهال دا مواد په خپله ايښي او بیا يې له هغوی څخه د تحقيقاتو نه‌کولو په بدل کې رشوت غوښتی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса