Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

یو پاکستانۍ محکمې د نوازشریف د خوشي کولو حکم ورکړ

0
یوې پاکستانۍ محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف د خوشي کېدو حکم ورکړ. 


د اسلام آباد عالي محکمې نن د سپتمبر ۱۹ دا پرېکړه اعلان کړه.


دا پرېکړه د نواز شریف د استېناف غوښتنې بهیر د یوې برخې په توګه شوې ده.


د محکمې د حکم له مخې به پخوانی صدراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم یې محمد صفدر هر یو د پنځه سوه زره روپیو چې د څلور زره ډالرو معادل کېږي، تر ورکولو وروسته په ضمانت خوشي شي.


تر د ې وړاندي شریف او کورنۍ یې د استېناف غوښتنه کړې وه او غوښتې یې وه چې د استېناف مرحلې تر بشپړېدو پوري دې دوی له بنده خوشي شي، خو دا غوښتنه ځنډېدلې وه تر هغو چې نن د اسلام آباد عالي محکمې د دوی د خوشي کېدو حکم ورکړ.


نواز شریف په جولای میاشت کې د فساد په تور په لس کاله بند محکوم شوی وو، لور یې مریم نواز په اوه کلن او زوم یې په یو کلن بند محکوم شوی وو.


د شریف کورنۍ دا تورونه ردوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса