Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

امریکا سوریه کې د روسي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشینې ده

0
امریکایي چارواکو د سوریې په سواحلو کې د روسيې د پوځي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشیني ښودلې او وایي چې دا کار به د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د امریکا پر جګړې اغېز ونه‎کړي.


د امریکایي چارواکو دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وشوې چې روسي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد «ال ۲۰» ډوله الوتکه د سوریې د هوایې دفاع د قواوو له‎خوا رالوېدلې ده، خو مسکو اسرائیل هم تورن کړ چې په همدې وخت کې یې جنګي الوتکو پر سوریې هوایې بریدونه کول.


واشنګټن ویلي چې امریکایي ځواکونه په‎دې پېښه کې ښکېل نه‎دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا څرګندونې کړې دي.


په‎دې روسي الوتکه کې ۱۵ تنه عمله‎یې ووژل شول.


مایک پامپیو پر ایران او د لبنان پر حزب‌الله انتقاد کړی چې پرمختللي دافع هوا راکټونه‌یې د سوریې ځواکونو ته ورکړي دي.


د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس خبریالانو ته ویلي چې د الوتکې لوېدو د مسکو او دمشق د حکومتونو ترمنځ اړیکې پېچلې کړې دي، خو وایي دا کار به په سوریه کې د داعش ډلې د ماتولو لپاره د امریکا پر مبارزې هېڅ اغېز ونه‎کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса