Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له دندې استعفا وکړه

0
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.


ښاغلي ابدالي نن چهارشنبې پر خپلې فېسبوک پاڼې افغان ولسمشر ته د استعفا وړاندې کولو متن خپور کړ.


ښاغلي ابدالي پخپل استعفا لیک کې ویلي چې نور په بهر کې د دندې په پای ته رسېدو سره غواړي په کور دننه د خلکو خدمت وکړي.


شیدا محمد ابدالي له څه باندې شپږو کلونو راپدېخوا په هند کې د افغانستان سفیر و.


ښاغلی ابدالي د خپل ماموریت پرمهال د کابل او ډیلي د اړیکو په جوړولو کې یو بریالی سفیر بلل کېږي چې د ده ددندې پرمهال هند له افغانستان سره په پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې بېلابېلي مرستي وکړې.


افغان ولسمشر تر دامهاله د شیدامحمد ابدالي د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.


ښاغلي ابدالي پرداسې مهال له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه چې ولسمشر غني نن په یو ورځني سفر پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره هند تللی د.


تر دې وړاندې داسې ویل کېدل چې ښاغلی شیدا محمد ابدالي غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса