Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې ۵ پولیس وژل شوي

0
د غزني په اب‌بند ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په حمله کې پنځه پولیس وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.


د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، عصمت‌الله جهان‌مرادوال نن پنجشنبه د سېپټمبر۲۰مه ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د اب‌بند ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه.


د ولایتي شورا د دې غړي په وینا، د وسله‌والو طالبانو د تلفاتو شمېر نه‌دی څرګند.


د غزني ولایت چارواکو تأیید کړې چې حمله شوې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده.


په غزني کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان ادعا کوي چې د غزني له ۱۸ ولسوالیو څخه ډېرې وسله‌والو طالبانو نیولې یا یې لارې بندې دي او د ولسوالیو حکومتي چارواکي د غزني ښار ته کډه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса