Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د جرمني د فولکس واګن کمپنۍ په ایران کې خپل فعالیت ځنډوي

0
په جرمني کې د امریکا سفیر رېچرد ګرېنل وویل چې د جرمني موټرو فولکس واګن «Volkswagen» کمپنۍ موافقه کړې چې د امریکا له بندیزونو سره سم، په ایران کې د خپل فعالیت لویه برخه وځنډوي.


رېچرد ګرېنل پرون، چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه بلومبرګ نیوز ته وویل:


"موږ له دې پرېکړې خوشحال یو ځکه ایران خپلې اقتصادي منابع په ټوله نړۍ کې د تشدد او بې‌ثباتۍ د زیاتولو لپاره لګوي او له خپلو خلکو یې سپموي."


په جرمني کې د امریکا سفیر بلومبرګ ته وویل چې امریکایي چارواکو او د فولکس واګن کمپنۍ تر تقریباً دوو اوونیو مذاکرو وروسته، د تېرې سې شنبې په ورځ دا موافقه وکړه.


د فولکس واګن یوه ویاند نن د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د صادراتو د اصولو او د نړیوالو او ملي قوانینو عملي کولو ته پر خپل تعهد ولاړ او د امریکا د بندیزونو محدودیتونو ته متوجې دي.


د جرمني موټرو دې پېژندل شوې کمپنۍ تر ۱۷ کلن ځنډ وروسته، تېر کال په ایران کې د موټرو په خرڅولو پیل وکړ.


سپینې ماڼۍ لا په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса