Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

قادر شاه: د ملي امنيت سلاکار خپل امريکايي سیال سره وغږېد

0
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د امريکا په متحدو ايالتونو کې له خپل امريکايي سيال سره له افغان قواوو سره د واشنګټن پر همکاريو خبرې وکړې.


د ملي امنيت شورا وايي، حمد الله محب پرون په سپينه ماڼۍ کې له جان بولټُن سره د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د ستراتيژۍ پر مؤثريت او د ټروريزم په وړاندې پر مبارزه هم بحث وکړ.


د ملي امنيت د شورا وياند قادر شاه نن ازادي راډيو ته وويل، افغانستان له افغان هوايي ځواک سره د امريکا د پوځي مرستو مننه وکړه:


"د هېواد له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره د امريکا پر مرستو، په مشخص ډول زموږ له هوايي ځواک سره پر مرستو بحث وشو. د دغو مرستو مننه وشوه، چې په پام کې ده راتلونکى کال افغانستان ته وسپارل شي."


د امريکا متحدو ايالتونو د افغانستان د هوايي ځواک د پياوړتيا او د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د اوږدمهالو همکاريو ژمنه کړې ده.


ښاغلى قادرشاه وايي، د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې پر بهير هم بحثونه وکړل.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса