Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په ایران کې پر پوځي پرېد برید کې ۳تنه وژل شوي

0
په ایران کې پر یوه پوځي پریډ د برید په نتیجه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.


د ایران دولتي رسنیو وویل چې وسله والو کسان نن د سپتمبر ۲۲ په اهواز ښار کې پر یوه پوځي پرېډ دزې وکړې. 


اهواز د ایران د خوزستان ایالت مرکز دی. 


د ایران دولتي ټلوېزیون وایي، په دې برید کې هغه ایراني چارواکي په نښه شوي و چې د همدې پریډ د لیدو لپاره راټول شوي و. 


دغه مراسم د ایران او عراق ترمنځ د تېرې اته کلنې جګړې د کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو.


د دې برید د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.


د ایران نیمه رسمي خبري آژانس ایرنا ویلي چې د دوو برید کوونکو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.


تسنیم نیمه رسمي خبري آژانس بیا وایي، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي. 


دغې رسنۍ وړاندي ویلي وو چې پدې برید کې یوه ښځه او یو ماشوم ټپي شوي دي.


تر اوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса