Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

سرحدي ځواکونو په کندهار کې د پاکستان د اغزن سیم غځولو مخه نيولې

0
افغان سرحدي ځواکونو په کندهار کې د پاکستان لخوا د اغزن سیم غځولو مخه نيولې ده


په کندهار کې د سرحدي ځواکونو د څلورمي لوا رئیس ارکان ډګروال امين الله د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پوځيان د کندهار ولایت د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې شااوخوا درې سوه متره د افغانستان خاوري ته ننوتلي وو او غوښتل چې اغزن سيم تېر کړي چې امنیتي ځواکونو يې مخه نېولې ده.


ډګروال امين الله وویل اوس د سرحدي ځواکونو پلاوی سيمي ته رسېدلی او تر څېړنو وروسته به نور جزئيات له رسنیو سره شريک کړي.


پاکستان له څو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو چارې پيل کړې دي چې افغان حکومت غیر قانوني بللې دي او دغه کرښه یې غیر رسمي او نا منل شوې پوله بللې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса