Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

روسیې د اسرائیلو لخوا د خپلې یو الوتکې د ویشتلو ادعا بیا تکرار کړه

0
روسيې نن خپله هغه ادعا بيا تکرار کړه چې اسرائيل يې په کې د يوې روسۍ پوځي الوتکې د ويشتل کېدو علت بللى و.


روسيه وايي دغه الوتکه د اسرائيل د پوځ د ”ناسمو معلوماتو“ له کبله ويشتل شوې ده.


دغه پوځي الوتکه تېره دوشنبه د مديترانې سمندرګي په ختيځ کې وويشتل شوه چې په کې سپاره ١٥ روسي پوځيان ووژل شول.


د سوريې دولتي ځواکونو فکر کړى و چې دغه il-20 ډوله اکتشافي الوتکه د اسرائيل ده او د بمبارۍ په ماموريت يې الوتنه کړې، ځکه يې په لاذقيه ولايت کې وويشتله.


د روسيې د دفاع وزارت وايي د اسرائيل يوې الوتکې هڅه وکړه، له دې روسۍ الوتکې د سپر په توګه کار واخلي.


د روسيې د دفاع وزارت وياند دا د اسرائيل د پيلوټ لږ مسلکيتوب او يا هم ناغېړي وبلله.


تورن جنرال ايګور کوناشينکوف نن وويل، د اسرائيل هوايي ځواک د خپلو F-16 ډوله الوتکو د اهدافو په اړه د روسيې پوځ ته ناسم معلومات ورکړي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса