Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د ارمنستان د انتخاباتو نتایج ښيي چې د پاشینیان ائتلاف ډېرې رأیې ګټلي

0
د ارمنستان د انتخاباتو مقدماتي نتایج ښيي چې د صدراعظم  نیکول پاشینیان ائتلاف د دې هېواد د ښاروالۍ په انتخاباتو کې لوی اکثریت خپل کړی دی.


د دې هېواد د انتخاباتو مرکزي کمیسيون وايي، د پاشینیان په مشرۍ "زما ګام" په نوم اتحاد  په سلو کې ۸۱ رأیې ګټلې دي.


په دې ترتیب دې اېتلاف له کافي اندازې زیاتې رأيې تر لاسه کړي، څو خپل نوماند  هایک ماروتیان چې یو هنرمند دی، د ارمنستان د پایتخت د ښاروال په توګه وټاکي.


د "بسیا ارمنستان" ګوند چې د ګاجیک ساروکیان په نوم یو سوداګر یې مشري کوي، بیا په سلو کې د ۷ رأیو په خپلولو دوهم ځای خپل کړی دی.


په دې انتخاباتو کې نهو کسانو نورو هم برخه اخیستې چې ډېرې کمې رأیې یې ترلاسه کړې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса