Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د پاکستاني پولیسو يو افسر ناڅرګندو وسله والو وژلی

0
د پولیسو يو افسر چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پولیو د واکسيناسيون ټیم د خونديتوب لپاره ګمارل شوی و، ناڅرګندو وسله والو وژلی دی.


د امنيتي چارواکو په وينا، دا پېښه نن سې شنبه سهار د قبايلي سيمې په باجوړ ايجنسۍ کې د بادام په نوم کلي کې شوې ده.


تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم چا يا ډلې نه دی منلی.


تر دې مخکې هم په پاکستان کې وسله والو کسانو د پوليو د واکسيناسيون ټيمونه تر حملو لاندې را وستي وو.


د پولیو پر وړاندې د واکسيناسیون درې ورځنی کمپاین پرون د سپټمبر په ۲۴مه د خيبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېديځو سیمو کې پیل شو او ويل کېږي چې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي ۶ ميلیونه کوچنیان به واکسين شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса