Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په غزني کې د ولسمشر غني د وینا پرمهال درې راکټه لګېدلي

0
پر غزني ښار نن، پنجشنبه د سپټمبر۲۷مه، په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني ورغلی، درې راکټي حملې وشوې.


یو راکټ د غزني د والي د دفتر په ۲۰۰ مترۍ کې لګېدلی دی، چېرته چې ولسمشر غني د مدني ټولنې غړو، د ولایتي شورا غړو او امنیتي چارواکو ته خبرې کولې.


د جمهور رئیس ویاند، هارون چخانسوري فرانس پرس ته ویلي چې راکټ د غني د خبرو له ځایه لرې لګېدلی دی.


د غزني د امنیت امر رمضان علي محسني فرانس پرس ته وویل چې په حمله کې څوک وژل شوي یا زخمیان شوي نه دي.


د حملې مسئولیت لا چا نه دی اخیستی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса