Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

بشري فعال یعقوبوف تر جلا وطنۍ وروسته ازبکستان ته ستون شو

0
په ازبکستان کې د بشري حقونو یو پېژندل شوی مدافع او د پخواني ولسمشر اسلام کریموف کلک منتقد، طالب یعقوبوف تریوې لسیزې جلا وطنۍ وروسته، ازبکستان ته ستون شو.


طالب یعقوبوف په ازبکستان کې د بشري حقونو ټولنه په نوم اداره جوړه کړې وه.


هغه خپل امنیت ته د اندېښنې له امله په ۲۰۰۷ مېلادی کال کې فرانسې ته وتښتېد او د ازبکستان حکومت په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې له هغه د ازبکستان د تابعیت حق واخیست. 


طالبوف د ازادي راډیوخبریال ته ویلي چې په فرانسه کې د ازبکستان سفارت د اګست په میاشت کې خبر ورکړ چې په یو کلنه وېزه بېرته خپل هېواد ته ستنېدلائ شي.


هغه ۸۷ کلن دی او د فرانسې پاسپورټ لري.


د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پرون، چهارشنبه د سپټمبر۲۶مه، د یعقوبوف خپلوان او ملګري هوايي ډګر ته د هرکلي لپاره ورغلي و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса