Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

پروشینکو: نړیوال باید په اوکراین د روسیې لاسوهنه بنده کړي

0
د اوکراین ولسمشر، پترو پروشینکو پر نورو هېوادونو ږغ کړی چې په اوکراین کې د روسيې د خصمانه فعالیت په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي.


پروشینکو ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د توسعه طلبانه هڅو مخنیوی د ملګرو ملتونو د سازمان د ماموریت برخه دی.


د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې په جلسه کې پرون، چهارشنبه د سپټمبر۲۶ مه، د پروشینکو خبرې تر ډېره حده پردې چې روسیې ته ټک ورکړي متمرکزې وې.


روسیې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې د کریمیا ټاپووزمه په زور له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه.


له هغه راهیسې، روسیه په اوکراین کې د حکومت ضد بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.


په اوکراین کې په روان کړکېچ کې تر ۱۰ زره زیات وګړي وژل شوي دي.


پروشینکو وویل چې که نړۍ د مسکو د رهبرانو مخې ته ونه درېږي، هېڅ څوک نه شي کولائ چئ د روسیې د له خصمه ډکو ، توسعه طلبانه پالیسیو مخنیوی وکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса