Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

بنګله دېش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ووت

0
د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په لړکې بنګله دېش پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره ومونده.


د دغه سیالیو پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې د بنګله دیش او هندوستان د لوبډلو ترمنځ کېږي.


د بنګله دیش او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې په لوبه کې د لوبې ټاس بنګه دیش وګاټه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې يې پاکستان ته د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.


خو پاکستان ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۳۹ منډو په توپېر بنګله دیش ته بایلوده.


که څه هم د بنګله دیش لوبډله تر دې دمه نه توانېدلی چې د اسیايي سیالیو اتلولي خپله کړي خو په دغه جام کې يې وخت ناوخت تر پایلوبې رسیدلی دی.


چې د اسیا کپ سیالۍ چې هر دوه کاله وروسته کېږي، په ۱۹۸۴ هندوستان شپږ، سریلانکا پنځه او پاکستان دوه واره د دغه سیالیو اتلولې ګټلې ده.


افغانستان هم چې په دې سیالیو کې د پام وړ لوبډله بلل کېده سرلینکا او بنګله دیش ته په ماتې ورکولو او له هندوستان سره د سیالۍ په مساوي کولو سره د نړیوالو له خوا وستایل شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса