Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو کمپاین نن رسماً پیل شو

0
د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین نن رسماً پیل شو.


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، کاندیدان د تلې تر ۲۵ نیټې وخت لري چې انتخاباتي کمپاینونه وکړي.


ښاغلي دولتي زیاته کړه چې کاندیدان باید اړوندو قوانینو ته درناوی وکړي:  


"ټول کاندیدان باید په انتخاباتي کمپاینونو کې د انتخاباتو قانون او مقررات په پام کې ونیسي او غاړه ورته کېږدي."


ښاغلي دولتي په عین حال کې له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د کمپاینونو پرمهال د ولسي جرګې د کاندیدانو امنیت خوندي کړي.


د ولسي جرګې انتخابات د روانې تلې د میاشتې په ۲۸مه نېټه په پام کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса