Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

ایران د پاکستان پولې ته نېږدې ۴ افراطي وسله وال وژلي

0
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي، په سيستان بلوچستان ولايت کې يې د پاکستان سرحد ته نېږدې څلور افراطي وسله وال وژلي دي.


دغه ځواک په هغه اعلاميه کې چې نن د ايران دولتي رسنيو خپره کړې، ويلي چې ايراني ځواکونو څلور ترورېستان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.


اعلاميه وايي، د يوې ترورېستې ډلې پاتې نور غړي ګاونډي هېواد ته تښتېدلي دي.


سپاه پاسداران انقلاب ځواک په خپله اعلاميه کې ويلي چې دغه ترورېستي ډله د نړۍ په يوه متکبر ځواک پورې تړلې ده.


ايراني ځواکونه وخت ناوخت په سيستان بلوچستان ولايت کې له افراطي وسله والو يا هم د مخدره موادو له قاچاقوونکو سره جګړه کوي.


تر دې مخکې ايران تور لګولى چې د تېرې اوونۍ په وژونکې حمله کې سعودي عربستان، متحده عرب امارات او د امريکا متحدو ايالتونه دخيل دي.


تېره شنبه د خوزستان ولايت په مرکز اهواز کې پر پوځي پرېډ په حمله کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د غړو او ملکيانو په ګډون ٢٥ کسان ووژل شول.


 


سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او د امريکا متحدو ايالتونو کې په هغه حمله کې خپل دخالت رد کړى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса