Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د سولې عالي شورا يو هيئت د خبرو لپاره پاکستان ته تللى

0
د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی له پاکستاني ديني عالمانو سره  د خبرو په هدف پاکستان ته تللی دى.


 


د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم د دې هيئت مشري کوي.


 


د سولې عالي شورا يوه غړي محمد امين وقاد نن ازادۍ راډيو ته وويل، د افغانستان هيئت به د جګړې د پای ته رسیدو پر موضوعاتو ټینګار وکړي.


 


”په دغه کتنه کې زموږ پیغام ډېر واضح دی او هغه دا چې په افغانستان کې د جګړې دوام د هیچا په ګټه نه دی او دواړو هېوادونو ته زیان رسوي، راځئ چې په ګډه جګړه پای ته ورسو او د سولې خبرې پیل کړو. د پاکستان د نوي حکومت مسولیت هم دا دی چې په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې رښتینی وي“


 


د ښاغلي وقاد په خبره نړیوالو فشارونو ته په کتو پاکستان باید دا درک کړي چې له تروریزم څخه ملاتړ  حل لار نه ده اوس د سولې د خبرو په برخه کې رښتینې همکاري وکړي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса