Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

عبدالله: زلمى خليزاد د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولاى شي

0
د افغانستان اجرائيه عبدالله عبدالله وايي زلمى خليلزاد کولاى شي د افغانستان د سولې د ټينګښت په برخه کې موثر رول ولوبوي.


 


ښاغلى خليلزاد په وروستيو کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوى دى.


 


د افغانستان اجرائيه رئيس ښاغلي عبدالله په نيويارک کې د امريکاږغ له اشنا راډيو سره د خپلې ځانګړې مرکې په يوه برخه کې وويل:


 


”ښاغلى خليلزاد د هغو معلوماتو پر اساس چې د افغانستان او سيمې په اړه يې لري او د هغه صلاحيت پر اساس چې د امريکا  د ادارې له خوا ورکړل شوى، کولاى شي په دې برخه کې نور وضاحت هم ايجاد کړي او هڅې يې يوې نتيجې ته ورسېږي.“


 


ښاغلي عبدالله وويل، چې نيويارک ته يې د سفر پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو او زلمي خليلزاد سره کتلي دي.


 


بلخوا ځينو پاکستاني رسنيو د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي او د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليزاد ترمنځ د کتنې راپور ورکړى دى.


 


د دغو رسنيو په حواله، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دې کتنه کې چې د پنج شنبې په ورځ وشوه، ويلې چې د پاکستان ثبات په مستقيم ډول د افغانستان له سولې سره ارتباط لري.


 


خليلزاد او قريشي موافقه وکړه، چې د افغانستان د سولې په برخه کې به په ګډه کار کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса