Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

سوریې له اردن سره د نصیب په نوم تړل شوې سرحدي لاره بېرته پرانيسته

0
سوریې حکومت له اردن سره د نصیب په نوم هغه سرحدي لاره نن بېرته پرانيسته چې درې کاله مخکې د یاغیانو له خوا تړل شوې وه.


د سوریې د ټرانسپورټ وزارت دا خبره کړې ده.


د نصیب لویه سوداګریزه لاره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د یاغیانو له خوا نیول شوې وه چې ورسره د هغو سلګونو لاریو د تګ راتګ مخه نیول شوې وه چې هره ورځ به یې د ترکیې ـ خلیج او هم د لبنان ـ خلیج سوداګریز توکي انتقالول.


د سوریې د ټرانسپورټ وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سوریې او اردن ترمنځ پوله کې د دغو سوداګریزو لاریو تګ راتګ نن شنبه پیل شو.


له دغې لارې به په کال کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت سوداګري کېده چې له تړل کېدو سره یې د سوریې او د ګاونډیو هېوادونو اقتصاد زیانمن شو.


 د لبنان د اقتصاد وزارت په جولای میاشت کې ویلي وو چې دغه لاره د لبنان د اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري او د هغې د پرانيستلو لپاره باید له یاغیانو سره معامله وشي.


د سوریې حکومت د خپلو متحدینو روسیې او ایران په مرسته په دې وروستیو کې د دغه هېواد ډېره برخه بېرته له وسله والو مخالفینو څخه ونیوله.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса