Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د مقدونيا اوسېدونکو په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه پيل کړې ده

0
د مقدونيا اوسېدونکو د خپل هېواد د نوم بدلولو لپاره په ټولپوښتنه کې رأيه اچونه پيل کړې ده.


دغه ټولپوښتنه له ګاونډي هېواد يونان سره تر موافقې وروسته رابلل شوې ده.


که له پېشنهادي طرحې سره سم د مقدونيا نوم «د شمالي مقدونيا په جمهوريت» بدل شي، د بالکان حوزې دغه هېواد ته به په اروپايي ټولنه او ناټو تړون کې د شموليت لار اواره شي.


د مقدونيا صدراعظم زوران زايف د ټولپوښتنې په درشل کې د خلکو ډلې ته په وينا کې ويلي چې دغه ټولپوښتنه له څو اړخونو مهمه ده:


"دغه منصفانه حل لار نه يوازې زموږ له جنوبي ګاونډي هېواد يونان سره زموږ دوستي ټينګوي، بلکې په خپل ذات کې يو لوى تړون دى چې زموږ په وړاندې د ناټو او اروپايي ټولنې ورونه پرانيزي."


په مقدونيا کې د ټولپوښتنې لپاره د رأی ورکولو مرکزونه نن پر ځايي وخت د سهار پر اوو بجو پرانېستل شول چې د ماښام تر اوو بجو به پرانيستي وي.


تمه کېږي لومړني نتايج د رأی ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته په لومړيو دوو درېيو ساعتونو کې معلوم شي.


له رايه ورکوونکو پوښتنه شوې ايا د مقدونيا او يونان ترمنځ د موافقې په منلو سره په ناټو او اروپايي ټولنه کې د غړيتوب پلوي کوئ؟


يونان د مقدونيا له نوم سره ځکه مخالفت لري چې د خپلې خاورې په شمال کې يې يوه سيمه په همدې نوم ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса