Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

اندونیزیا کې زلزله او سونامي ځپلو سيمو ته مرستې دوام لري

0
د اندونيزيا په سولا ويسي ټاپو کې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې کارکوونکي له نن سهاره بيا په زلزله او سونامي ځپلو سيمو کې خپلو مرسته دوام ورکوي.


داسې اټکل کېږي چې په دغه توپان او سونامي کې به په زرګونو کسان مړه شوي وي.


د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا وويل، له لېرې پرتو سيمو چې ارتباطات ورسره پرې شوي د خبرونو له ترلاسه کېدو وروسته ښايي د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي.


د جمعې په ورځ د ريښتر په مقياس ٧ اعشاريه ٥ درجې زلزله د سونامي د سبب شوه چې څپې يې ٦ متره لوړې وې.


دغې سونامي پالو ښار وځاپه چې شا و خوا درې لکه او ٣٥٠٠٠ کسان په کې ژوند کوي.


د اندونيزيا د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر ويليم رامپان ګيلې پرون ناوخته په پالو ښار کې د ٤٢٠ کسانو مړينه تأييد کړې وه.


ده وويلي، په دغه ښار کې په لسګونو کسان لادرکه دي او ګومان کېږي ځينې به يې تر نړېدلو ودانيو لاندې راګير پاتې وي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса