Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

اندونيزيا: د زلزلې او سونامې له امله د مړو شمېر له٨٠٠ کسانو اوښتى

0
د اندونيزيا چارواکي وايي چې د زلزلې او سونامې طوفان په نتيجه کې د مړو شمېر له٨٠٠ کسانو اوښتى دى.


دوى وايي، په سولا ويسي ټاپو کې د دې طبيعي افت په نتيجه کې ښايي د مړو شمېر تر دې زيات وي.


د اندونيزيا د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې وياند سوتوپو پورو نوګروهو نن يوه کنفرانس ته وويل:


”د انډونيزيا د لوېديځ پر ځايي وخت د ماسپښين تر يوې بجې پورې ټولټال د ٨٣٢ کسانو مړينه تأييد شوې ده.“


ښاغلي نوګروهو وويل، د طبيعي افت له کبله د ځپل شوې ټاپو ګڼو سيمو ته لاسرسى محدود دى.


د جمعې په ورځ ساحلي ښار پالو ته نېږدې د رېښتر په مقياس ٧ اعشاريه ٥ درجې زلزلې سولا ويسي ټاپو وځپله.


تر زلزلې وروسته سونامي طوفان راغى چې څپې يې ٦ مترو ته رسېدې او پالو ښار يې وځاپه چې د اوسېدونکو شمېر شااوخوا درې نيم لکه کسانو ته رسېږي.


د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا ويلي، له لېرې پرتو سيمو چې ارتباطات ورسره پرې شوي، د خبرونو له ترلاسه کېدو وروسته ښايي د مړو شمېر زرګونو کسانو ته ورسېږي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса