Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

د کرکټ د نړيوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان اول نمبر شوى

0
د کرکټ د نړيوالې شورا ويبپاڼې په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکټ مهم لوبغاړى راشد خان د يو ورځنيو لوبو اول نمبر الراونډر شوى دى.


د دې شورا د ويبپاڼې د راپور له مخې، په متحده عربي اماراتو کې د اسيا جام په تېرو سياليو کې د راشد خان د ځلېدو له کبله، هغه د درجه بندۍ په سر کې راغلى دى.


د کرکټ نړيوالې شورا ويلي، راشد خان په پنځو مسابقو کې ١٠ لوبغاړي سوځولي او ۸۷ منډې یې کړې دي.


بل خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کرکټ ملي ټيم لوبغاړو ته نغدي جایزې او د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل ته د میر مسجدي خان مډال ورکړ.


په دې غونډه کې چې تېر ماښام په ارګ کې شوې وه، ولسمشر لوبغاړو ته په خطاب کې وويل:


"تاسو واقعي نظم او ډسپلین لرئ، اتفاق او ټیمي کار مو هم بېساری دی، ځکه په دقت لوبه او کار کوئ."


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса