Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

ټرمپ: زه او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون پر يو بل مئينان یوو

0
د امريکا ولسمشر وايي، دى او د شمالي کوريا رهبر يو بل ته د ليکونو تر تبادلې وروسته د يو بل لېوال شوي دي.


ډونالد ټرمپ پرون په غربي ويرجنيا کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل، د دواړو رقيبانو ترمنځ پر اړيکو مخکې تر دې چې ثمره ورکړي، ډېر کار شوى دى.


ښاغلي ټرمپ خپلو ملاتړو ته په خبرو کې وويل چې دى او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون د ده په خبره پر يو بل مئينان شوي.


دی وایي:


”زه واقعاً سرسخت وم، دى هم، زموږ ترمنځ ترخې خبرې تبادله شوې، وروسته پر يو بل مئينان شو، د شمالي کوريا رهبر ما ته ښکلي او عالي ليکونه ليکلي، موږ پر يو بل مئينان شو.“


د امريکا ولسمشر د تېرې جون مياشتې پر ١٢مه د شمالي کوريا له رهبر کيم جونګ اون سره په سينګارپور کې يوه بې سابقه کتنه درلوده.


د ښاغلي ټرمپ په خبره، په هغه کتنه کې د شمالي کوريا رهبر له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې د تصفيې ژمنه وکړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса