Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2018

په خوست کې د ۳۱ ښوونځیو د اساسي ترمیم کارونه پیل شول

0
د یکشنبې ورځې ناوخته د خوست د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ ښوونځیو د اساسي

ترمیم کارونه پیل شول.


د خوست د پوهنې ریاست چارواکو د بیارغونې د دې پروژې د کار د پیلېدو په ځای کې وویل چې د دې ښوونځیو ودانۍ ډېرې زیانمنې شوي او د باد او باران پر مهال زده کوونکي له ګواښ سره مخامخ ول.


د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پروژه کې د

خوست د مرکز او ولسوالیو ۳۱ ښوونځي دي چې د ترمیم چارې به يې د دریو

میاشتو په موده کې سرته ورسېږي.


نوموړي هیله څرګنده کړه چې په دې سره به د یاد ښوونځیو ستونزې څه نا څه راکمې شي، خو تر څنګ يې د پوهنې له وزارت وغوښتل چې په خوست کې د

ښوونځیو د سرپناه ستونزو ته پاملرنه ډېره کړي.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:


"ددې ښوونځیو په ترمیم سره به ددې ښوونځیو ستونزې نسبتاً راکمې او د محترمو استاداتو او ګلالیو شاګردانو لپاره یو ښه ښوونیز چاپیریال ولرو، دا یو افغانستان شموله ستونزه ده، خو موږ د پوهنې پر وزارت غږ کوو، چې په خوست کې د ښوونځیو د سرپناه له جدي ستونزو سره مخامخ یو، خوست دې په اولیتونو کې ونیسي او پدې برخه کې دې زموږ لاسنیوی وکړي."


خوست والي وايي چې تر امنیت وروسته د پوهنې سکټور پرمختیا د ولایتي

ادارې په لومړیتوبونو کې دی او په دې برخه کې به دوی د هر اړخیزو پرمختګونو

لپاره کار وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса