Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

دفاع وزارت: له پرون راهیسې په عملیاتو کې ۵۸ وسله وال وژل شوي

0
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د جمعې د ورځې راهیسې یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۸ وسله وال وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.


دفاع وزارت نن سهار په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي، په ترڅ کې یې د غزني ولایت د جاغوریو او اندړو په ولسوالیو کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي.


دفاع وزارت د هلمند ولایت د کجکي، مارجې، نهر سراج او نادعلي په ولسوالیو کې هم د ۱۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې.


په خبرپاڼه کې همدارنګه د کاپیسا، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، کندهار، زابل، فراه، فاریاب، غور او نیمروز ولایتونو کې هم وسله والو ډلو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا شوې.


وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса