Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

ارګ: ولسمشر غني په قطعي ډول د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی

0
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې د ګډون په اړه هڅې پیل کړي دي.


دغه څرګندونې د هغه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن یکشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر غواړي چې په را روانو انتخاباتو کې بیا ځان کاندید کړي، وکړې.


 ده وویل:


"په قطعي ډول ولسمشر کاندید دی او هم د خپل انتخاباتي ټیم په اړه سلا او مشورې کوي او ان شاالله خبر به یې وروسته واورئ."


له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د کورنيو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي اعلان کړی و چې غواړي په دغو انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د راروان کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي، ځانونه کاندید کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса