Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د پاریس پولیس وایي په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي

0
د پاریس پولیس وایي، پر سونګ موادو د مالیې او د بیو د لوړېدو پرسر په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي او ۴۱۲ نور نیول شوي دي.


پولیسو وویل، د شنبې د ورځې د مظاهرو په ترڅ کې ۲۳ پولیس هم په ټپیانو کې شامل دي.


پولیسو دغه راز ویلي چې په پاریس کې د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې د نیول شوېو کسانو ۳۷۸ یې توقیف شوي دي.


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون به نن له صدراعظم او د کورنيو چارو له وزیر سره په یوه امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.


مکرون ویلي چې د ده د سونګ موادو پالیسۍ ته اړتیا ده، څو د ځمکې د تودېدو په وړاندې مبارزه وشي.


د فرانسې رسنیو ویلي چې شاوخوا ۷۵ زره کسانو په ټوله فرانسه کې په مظاهرو کې ګډون کړی وو. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса