Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د یمن د حکومت یو پلاوی سویډن ته ولاړ

0
د یمن د حکومت یو پلاوی چې د سعودي عربستان ملاتړ لري، له حوثي یاغیانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ګډون لپاره سویډن ته ولاړ.


د سولې دغه خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترسره کېږي.


هغه ډله چې د عبدالربه منصور هادي استازیتوب کوي، له سعودي عربستانه د سویډن پر لور روان شو.


تردې یوه ورځ دمخه سې شنبه د حوثي یاغیانو پلاوی هم سویډن ته ولاړ چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ورسره ملګری وو.


له ۲۰۱۶ میلادي کال راپه‌دې‌خوا دا د یمن د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي.


د یمن د سولې خبرې داسې مهال کېږي چې ملګري ملتونه په‌دغه هېواد کې د یوه اقتصادي بحران خبرداری ورکړی دی.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса