Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

د افغانستان ولسمشر د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل

0
د افغانستان ولسمشر نن تر غرمې دمخه د هسپانیې له دفاع وزیرې سره ولیدل.


د ارګ له‌خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې په‌دې لیدنه کې د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ترورېزم پر وړاندې ګډې مبارزې، د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي سکتورونه پر اصلاحاتو بحث شوی دی.


د هسپانیې دفاع وزیرې ولسمشر اشرف غني ته ویلي چې مادرېد د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ کوي.


مېرمن مارګریتا روبلیس ویلي چې د هسپانیې حکومت او خلک د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتېږي.


ولسمشر غني په بېلابېلو برخو په تېره بیا د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د هسپانیې د همکارۍ ستاینه وکړه.


په‌دې لیدنه کې په کابل کې د هسپانیې سفیر هم شامل وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса